افغانسافټ – د فاير فاکس انټرنيټ ايکسپلورر شرکت خبردارى ورکړ چې نور دې د دغه انټرنيټ ايکسپلورر د زړو نسخو پر ځاى له نوو هغه څخه کار واخيستل شي او ټولې هغه نسخې چې د ٢٠١١ م کال د جنورۍ څخه مخکې ليکل شوي د ډاډ او باور وړ نه دي.
نوموړي شرکت په ټينګار سره وويل: د فاير فاکس له زړو نسخو څخه هېڅکله کار مه اخلئ.
د فارس د خبر له مخې، موزيلا د فاير فاکس انټرنيټ ايکسپلورر له کاروونکو څخه چې تر ٣.٦ زړې نسخې کاروي غوښتي دي چې خپلې زړې نسخې دي ژر تر ژره ليري او پر ځاى دې نوې نسخه ځاى پر ځاى کړي.

اوس مهال په سلو کې ٤.٤ د فاير فاکس کاروونکې د هغه له ٣.٦ نسخې څخه کار اخلي، چې دغه کچه د نوامبر په مياشت کې ٥.٣ وه. د فاير فاکس نهمه (٩) نسخه هم پر ليکه شوې ده مګر ډيرى کاروونکي د هغه له اتمې (٨) نسخې څخه کار اخلي.
موزيلا چې غواړي د انټرنيټ ايکسپلورر په بازار کې خلګ د ځان په لور جذب کړي خپلې تازه نسخې ډيرې چټکې پر ليکه کوي او د هرو شپږو اوونيو په اوږدو کې خپل ايکسپلورر تازه (Update) کوي.
فاير فاکس تر IE وروسته دوهم باوري انټرنيټ ايکسپلورر دى چې ډېرى کاروونکي لري.
No comments:
Post a Comment