Wednesday, 25 January 2012

يوټيوب په ٢٠١١ کې

افغانسافټ – يوټيوب ويبپاڼې اعلان کړى دى چې د ٢٠١١ م کال ويډيوګانې يې يو تريليون واري کتل شوي دي.
د دغې ويبپاڼې د اعلان پر اساس که له دغه ترتيب څخه حساب وکړو نو په متوسط ډول د ځمکې پر سر هر کس د دغې ويبپاڼې ١٤٠ ويډيوګانې کتلي دي.
د انفارميشن ټيګنالوژي نيوز اجنسي د خبر له مخې، يوټيوب د خپلو هغو ويډيوګانې ليست هم خپور کړى دې چې تر ټولو ډيرې کتل شوي دي او ادعا يې کړې ده چې د هرې دقيقې په اوږدو کې ٤٨ ويډيوګانې دغې ويبپاڼې ته پورته کېږي.
دغه ويبپاڼه په لومړنيو څو کلونو کې يوازې د ويډيوګانو د اشتراک په توګه کارېده، مګر اوس مهال ډيرى مشهور ټلويزيونونه او ځينې نورې شبکې خپلې ويډيوګانې د يوټيوب له لارې خپروي او په دې باور دي چې له دې لارې زيات کتونکي جذبولاى شي.
يوټيوب ويبپاڼه چې د ويډيوګانو د اشراک په موخه کارېږي په ګوګل اړه لري دغې ويبپاڼې په روان کال کې په سلو کې ٣.٥ عوايد په لاس راوړي دي.
ويل کېږي يوټيوب هره مياشت ٨٠٠ ميليونه کتونکي لري چې له فېسبوک سره اوږه پر اوږه روانه ده، په دغه ويبپاڼه کې هره مياشت ٢٥ ميليارډه مضمونونه لټول کېږي چې دغه کچه د ياهو په پرتله دوه برابره او د فېسبوک په پرتله لس برابره ده.

No comments:

Post a Comment