Sunday, 29 January 2012

لمونځ د فحشا او ګمراهيو څخه انسان منع کوي

الله تعالی په سورت (عنکبوت) کې فرمائې: {إِنَّ الصَّلاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ} [آيت رقم: 45] جمله اسمیه ده، چې په ثبات او همیشه والي دلالت کوي، او د (الصلاة) توکید بيا په (ان) حرف سره شوی، او د (ان) خبر جمله فعلیه ده: چې هغه: {تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ} نو لمونځ د ګناهونو او ګمراهیو په نهيه کې مهم رول لوبوي، خو سنګه امکان لری چې د دې معنی او د هغو ځينو لمونځ کونکو د حال ترمنځ جمع راوستلی شي چې هغوی لمونځونه هم کوي او سره د هغې له ګناهونو او ګمراهيو څخه نه منع کیږي؟
 په دې اړوند يو عالم ډير دقیق استنباط کړی نوموړی فرمايي: که چيرې غواړئ په دې پوه شئ چې آیا لمونځ دې کامل أداء کړی او که نه، نو په خپل کړنو کې دې د الله تعالی د نافرمانۍ کچه وګوره، نو څومره چې د الله تعالی نافرماني در نه کيږي، په هماغه اندازه لمونځ دې ناقص أداء کړی، او څومره چې لمونځ د أرکانو، واجباتو، سنتونو او خشوع له اړخه پوره اداء کرې هغومره دې له فحشاؤ او منکراتو څخه ژغوري، نو بشپړ لمونځ خامخا مسلمان انسان له ګناهونو او ګمراهيو څخه بچوی، نو د ګمراهيو د واقع کیدو کچه په لمانځه کې د نقصان کچې پورې تړاو لري.
او دغه نقصان خاصة په خشوع کې پيښيږي، نو ته دوه لمونځ کونکي چې په يو صف کي لمونځ کوي وينې چې يو خپل رب ته په ډير خشوع او خضوع کې ولاړ دی، او بل بې توجه لمونځ کوي، نو ځکه هر کس ته د لمونځ ثواب په هغه اندازه ليکل کيږي څومره يې چې په فکر او خشوع اداء کړی وي، ځينو ته پوره ثواب ليکل کيږي او ځينو ته نيمائي، او ځينو نورو ته څلورمه برخه، او د ځينو لمونځ لکه شړيدلې جامه غونډیږي او بيا يې د څښتن پر مخ ور ويشتل کيږي.
 مونږ که هغو کسانو ته په غور وګورو چې د ماسختن لمونځ کوي، او بيا سمدلاسه ځي او په چينلونو کې هغه څه ګوري چې الله تعالی حرام کړي، نو دا ويلی شو چې دې کسانو لمونځ په بشپړه او صحیحه توګه نه دی أداء کړی، ځکه که کامل لمونځ يې کړی وای نو هغه به دوی له دغو ګمراهيو څخه ژغورلي وای.
 روايت دی چې عمر بن عبد العزیز ـ رحمه الله ـ یو سړی په يوه دنده وګمارلو، هغه کس ورته وويل چې: زه دې ولې په دې کار وګمارل؟ عمر بن عبد العزیز ورته وفرمایل: ځکه ما ته وليدلې چې لمونځ په ښه او کامله توګه او په خشوع سره أداء کوې، او تا چې د الله حق په صحیح توګه سرته ورسوو، نو خامخا نور واجبات او حقوق هم په پوره او صحیحه توګه سرته رسوې.

No comments:

Post a Comment