- له نوي څیړني څخه معلومیږي چی د سګريټ څکولو له امله د انسان په جسم مضر اثرات په کلونو کښي نه بلکي دقیقو کښي تاثیر کوی.
- د امریکا د منیسوټا یونورسټي څیړونکو ویلي چي کومه ماده د انسان په بدن کښي د سرطان د رامنځه کیدلو لامل ګرځي هغه ماده د سګریټ څکولو له امله په ډيره تیزي سره د انسان بدن ته داخلیږي.
- څیړونکو زیاته کړه چي چي دا څیړنه د سګریټ څکونکو لپاره یو مهم خبرتیا یا اخطار دی.
- د سګریټ له امله د زړه او کنسر په مریضي خو مخکي لا خلګ خبر وو لیکن په نوي څیړنه کښي دا معلومات هم وشول چی سګریټ په کلونو نه بلکي په دقیقو کښي تاثیر کوي.
- څیړنې ښودلي چي سګریټ له پنځلسو څخه تر دیرشو دقیقو پوري د انسان په جسم خپل منفي اغیز اچوي.
Tuesday, 31 January 2012
د سګريټ زيان په کلونو نه بلکې په دقيقو کې
Subscribe to:
Post Comments (Atom)
No comments:
Post a Comment