Friday, 27 January 2012

لوړ ږغ روغتيا ته زيان رسوی


څيړنو ښودلی ده چې په ډېر لوړ ږغ  د موسيقي اوريدل د اوريدنې په حس فشار راولی.  د ډاکټرانو په وينا ډېر لوړ ږغ که د موسيقي وی يا د بل شي، د وينې فشار زياتوی او د زړه ټکان ګړندی کوی .

همدا راز  روغتيا پوهان  وايي چې زړه د ډېر لوړ ږغ په اوريدو د بدن د نورو غړو په پرتله د ډېر فشار لاندې راځی او د ويني د رګونو په اندازه کې هم بدلون راولی.

څيړنودا هم ښودلی ده چې د لوړ ږغ موسيقي د ميندوارو ښځو په ګيډه کې د ماشوم په بڼه او کچه کې هم بدلون راولی.

 خلک په تيره بيا ځوانان   چې موسيقي په ډېر لوړ ږغ اوري ځان ته  تاوان رسوي.  نو ښه دا ده چې موسيقي په ارامه او داسې ډول 
واوريدل شي چې د انسان د خوښۍ سبب وګرځي او روغتيا ته يې هم زيان ونه رسوي.

No comments:

Post a Comment