داچې الله ج په خپل مقدس کتاب قران عظیم الشان کې د (الا بذکرالله تطمئن القلوب) نسخه بیان کړې ، او دقلبي ناارامتیا علاج یوازې او یوازې دقران کریم تلاوت بلل شوی خو دنننی عصر په اصطلاح پوهان ایله اوس دې نتیجې ته ورسیدل چې دذهني ناروغیو علاج په قران کریم سره شونی دي .
دامریکایې پوهنتون له لوري په یوې ورستۍ ترسره شوې څېړنه کې ویل شوي چې دقران کریم دتلاوت په کولو او یا اوریدلو سره ذهني کشمکش او پریشانې له منځه ځي .
دسعودي دنیشنل ګارډ روغتون دروغتیایې ډلې غړی او ددماغي ناروغیود روغتون رئیس ډاکټر رجب عبدالحکیم بریسالي ویلې چې یوشمیر داسې افرادوته چې په عربي ژبه نه پوهیدل د اډیو کیسټ له لارې دقران کریم څو ایاتونه ور اوریدل شوی او ورسره جوخت د یوه ماشین په مرسته دنوموړو کسانوپه دماغ لوېدونکې اثرات ثبت شوي چې ډېر حیرانونکي نتایج یې درلودل .
څېړنه په یو لړ داسې دماغي ناروغانو ترسره شوې چې نه یې مذهب اسلام و،نه یې له عربي ژبې سره کوم تړاو درلود او نه یې تراوسه قرانکریم اورېدلی وو.
ډاکټر بریسالي زیاتوي دقران کریم تلاوت کول یا اوریدل یولړ روغتیایې اغېزې لري .هغه کسان چې دقران کریم تلاوت کوي له ذهني ناروغیو او ناارامتیا څخه په امن وي او په ژوند کې له سکون او اطمنان سره مخامخ کیږي .
No comments:
Post a Comment