Monday, 30 January 2012

د ګيلاس د ميوه په اړه

ګیلاس یوه کوچنی پسرلنی، خوندوره او ګټوره میوه ده . په مختلفو رنګونو لکه سره،نصوراي او زیړ رنګونو باندي پیدا کیږي.
وني يي خزان وهونکي، غیر ازغني او کم ارتفاع دي . خاښونه يي صاف او قهويي رنګ درلودونکي دی .د ګیلاس د وني علمي نوم carasus avim دي .
ګیلاس ددرمل په توګه :
۱- ګیلاس کي په پراخه اندازه انتي اکسیداونه شتون لري چي د انسان د زوړتوب په مخنیوي کي ښه رول تر سره کوي .
۲- د زړه د ناروغي مخنیوي کوي او څوک چي باندي اخته وي د ناروغي په کمولو کي مرسته ورسره کوي . ګیلاس کښي په زیات پیمانه مینزیم او پټاشیم شتون لري چي د زړه د سلامتي او عروق شریه لپاره ډير ګټور دي .
۳- د فلاوونیدونو په لرلو سره د ارتریت،رماتیزم، واریس، او د بندونو ددرد لپاره ښه درمل دي .
۴- د بدن د پوست د تور داغونو، او ټپونو په کمولو کي زیاته مرسته کوي .
۵- په بدن کښي د غذايي موادو په سوځلو او د خوراک په هضمولو کښي مرسته کوي .
۶- د اعصابو سیستم ته سکون ور بخښي او یو رقم هورمونونه جوړوي چي ورسره انسان د خوشحالي احساس کوي .
۷- د ویني په تصفیه کښي مرسته کوي .
۸- د زړه د حرکاتو د منظم کولو او معدي لپاره هم ګټه رسوي .
۹- د انسان فکري ځواک ته قوت ور بخښي .
۱۰- کوم خلګ چي له غوښي څخه زیات استفاده کوي هغه کولای شي له ګیلاس څخه استفاده وکړي تر څو يي وینه نری او صافه شي .
۱۱- د وزن د کمولو لپاره ګټور دی .
۱۲- په پراخه اندازه ویټامین C پکښي شتون لري .

No comments:

Post a Comment