Wednesday, 25 January 2012

يوه ځوان افغان کمپيوټر پوه ( افغان مسنجر ) جوړ کړ


يو افغان ځوان حافظ نصرت الله البي وايي چې د "افغان مسنجر" په نوم يې د افغانانو لپاره داسې سافت ويير جوړ کړى،چې له ياهو او نورو مسنجرونو څخه ډېر پرمخ تللى دى.

 ٢٦کلن نصرت الله البي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه  کې د خپلې دې بريا د اعلانولو پر مهال وويل چې د افغان مسنجر جوړولو ته يې  ځکه اقدام وکړ، څو افغانان وکولى شي په ټوله نړۍ کې له خپل مسنجر څخه ګټه واخلي.

 دى وايي ، چې افغان مسنجر به د ياهو او نورو مسنجرونو په پرتله ډېرې اسانتياوې ولري.

 البي وايي چې  افغان مسنجر د پر ليکه زده کړو لپاره د " آنلاين تيچر " په نوم ځانګړى سيستم  لري او هغه افغانان چې نه شي کولى پوهنتونونو او يا د زده کړو نورو مرکزونو ته لاړ شي ، د افغان مسنجر له دې  پروګرام څخه په ګټه اخيستو به په ښه ډول زده کړو ته لاسرسى پيدا کړي .

  البي وايي چې ددې مسنجر بله مهمه برخه د راډيويي خپرونو برخه ده .

 د هغه په وينا، د افغان مسنجر کاروونکي به وکولاى شي د نړۍ د زرګونو راډيوګانو اورېدو ته په واضح ډول لاسرسى ولري.

دى زياتوي : " په افغان مسنجر کې ددې امکان شته ، چې له ګڼو راډيويي خپرونو يوه غوره کړو ، په پروګرامونو خپل انلاين نظر ورکړو ، په ليکلي  ډول ورته د هرې خپرونې او مرکې لپاره پيغام پرېږدو  او دې ته به حاجت نه وي، چې له ټېلېفون نه ګټه واخيستل شي. "

 ده وويل چې په نورو مسنجرونو کې تقريبا  له لسو تر شلو کسانو پورې  کولى شي ويډيو کنفرانس ولري ،  خو افغان مسنجر ددې وړتيا لري ، چې تر سلو زرو کسانو ته د ويډيو کنفرانس اسانتيا برابره کړي .

 هغه زياته کړه : " که دغه مسنجر د کارولو لپاره وړاندې شي ، نو په يوه کال کې به د لسو ميليونو اي ډي ګانو د کارولو ظرفيت ولري. "

  البي وايي ،پوره يقيني دى، چې په جوړ کړي مسنجر يې د هيکرانو زور هم نه رسېږي ، ځکه چې ده يې له جوړولو وړاندې جوړ کړى ډېټابس دهکرانو نړۍ ته استولى و،هغوى ورباندې پوره زور وواهه ، خو څه اثر يې ورباندې ونه کړ.

 هغه وايي چې دى په دې کار سره  ډاډه  شو، چې افغان مسنجر د انټرنټ په نړۍ کې له  نورو مسنجرونو سره نه يواځې  سيالي، بلکې تر هغو ښه کار کولى شي .

 دغه افغان ځوان وايي ، غواړي افغان مسنجر د افغانستان دولت او خلکو ته ډالۍ کړي او که نه ، نو ده کولى شول چې دغه مسنجر د خپلو نورو جوړو کړو سافټ وييرونو په څېر پر بهرنيو يا خصوصي شرکتونو په لوړه بيه وپلوري .

  هغه زياته کړه : "زما اقتصادي وضعيت دومره نه دى ښه، چې  د افغان مسنجر لپاره نور لازم توکي برابر کړم ، که دولت مرسته وکړي او په لوړه کچه د يوه ځانګړي  سرور چې څلورويشت ساعته فعال نټ او د لوړې کچې کمپيوټرونه ولري ، برابر کړي ، نو د ميليونونو کسانو د کارلپاره به چمتو شي ، چې دا کار د يوه شخص لپاره خورا لوړه، خو د دولت لپاره په کمه پانګه سره کېداى شي ."

 ده له نورو افغان کمپيوټر پوهانو او نړيوالې ټکنالوجۍ (  اى  ټي ) له افغان کارکوونکو څخه هم وغوښتل چې له ده سره مرسته وکړي ، څو په ګډه خپل هېواد له ځانګړي افغان مسنجر څخه برخمن کړي .

 البي  د ان ډبليو اې (N W A) په نوم د هغه سافټ ويير يادونه هم وکړه، چې د حسابدارۍ په برخه کې يې جوړ کړى دى او دا مهال يې د صرافۍ په نظام کې ګڼې اسانتياوې رامنځته کړې دي .

 هغه  وويل : " ما يو وخت د حسابدارۍ يا صرافۍ په برخه کې  (Simple Acounting)  سافټ وير رامنځته کړه چې د يوه هېواد پولي واحد يې محاسبه کاوه ، خو کله يې چې شرکتونو او صرافيو هرکلى وکړ، نو زه يې وهڅولم  چې  د ان ، ډبليو ، اې  دويم سافټ ويير جوړ کړم. "

 هغه زياته کړه چې دغه سافټ ويير يې نه يواځې د ١٧٥  هېوادونو پولي واحد  په يوه وخت کې محاسبه کوي، بلکې د صرافيو ، شخصي سوداګريزو شرکتونو ، بانکونو او هټيو ګڼ حسابونه  د دوه ميليونه کاروونکو لخوا  يواځې د مديريت لخوا ورکړل شوي کارونه ترسره کولى شي.

 البي وايي چې دى د همدې سافت ويير د لا عامولو او په دې برخه کې له خلکو سره د مرستې لپاره  له مصر څخه افغانستان ته راغلى دى .

   حافظ نصرت الله البي د  الحاج انجينر محمدرحيم زوى په ١٣٦٤هجري لمريز کال کې د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ د امبوخاک په کلي کې زېږېدلى دى .

 ده  لومړنۍ زده کړې د امبوخاک په ښوونځي کې اود لېسې  د دورې زده کړې يې دګردېز په عبدالحى ګردېزي  لېسه کې  کړې دي .

 هغه په ١٥ کلنۍ کې په ګردېز کې د بلال بن رباح په دارالحفاظ کې قرانکريم حفظ کړى او بيايې لوړې زده کړې په ايران ، ترکيه او ځينو نورو عربي هېوادونو کې دکمپيوټر دداخلي نظام او حسابدارۍ په برخه کې کړې دي .

البي  دا مهال د مصر په عربي جمهوريت کې د کايټو سافت د ډلې منيجر دى او تراوسه يې  په بېلابېلو برخو کې ٨ سافت وييرونه جوړ کړي دي .

 ديادونې وړ ده چې له دې مخکې د اسرار کريمزي په نامه د کونړ ولايت يو ځوان هم د افغان استوزګر په نامه مسنجر جوړ کړى و.

 کريمي وايي چې دا مسنجر د يوې لنډې مودې لپاره په ليکه شوى و، خو دامکاناتو د نه لرلو له امله يې په ليکه پاتې نه شو.

No comments:

Post a Comment