کاهوو |
کاوو يو دهغو ترکاريانو څخه ده چې په زياته پيمانه دويټامينونو لرونکی دی، کاوو په خاصه توګه دهډوکو په پياوړيتوب کې مرسته کوي، او دزهايمر (دياداښت له منځه تګ) دناروغۍ څخه دانسان ژغورنه کوي، همدا راز دکولمو لپاره ډير ګټور ثابت شوی دی.
په کاوو کې په زياته پيمانه کلسيم او فاسفورس شته چې دغه دواړه عنصرونه دهډوکو لپاره زيات ګټور دي، همدا راز کاوو د فوليک تيزاب يو مهم قدرتي مصدر او منبع ګنل کيږي.
کاوو په خپل ترکيب کې ويټامين (أ)، (ب۱)، (سي)، او ويټامين (اي) هم لري، او له دې علاوه په لږه پيمانه دسيلينيوم لرونکی هم ده، چې دبدن دفاعي سيستم دپياوړتيوب مرسته کوي.
پوهانو زياته کړې چې کاوو دانسان بدن نرموي ځکه چې په زياته پيمانه اوبه لري، همدا راز اعصاب او دماغ ته آرامښت وربخښي، او ددې سره سره پوستکی ډير روښانه کوي او صافوي.
پوهان وايي چې دکاوو دتيز شين رنګه پاڼو خوړل مخکې له خوبه، ددردونو دمسکن (آراموونکی) کار هم ورکوي.
No comments:
Post a Comment