اروپايي ساينس پوهانو ديوې نوې نقشۍ په جوړولو سره، په اروپا او ټوله نړۍ کې دوګړو شميره ښوولې ده. دغو ساينس پوهانو دامريکا دفضايي سټيشن څخه په ګټې اخيستلو د اورا سټلايټونو په مرسته داتموسفير ترټولو ټيټه سطحه چې موږ پکې ژوند کوو او د تروپوسفير په نامه ياديږي، کتلې ده. په فضا کې داوزون دسطحې دکنټرول تخنيکي وسايل اونور مهم تخنيکي توکي په اورا کې دهوا دڅرنګوالي په هکله دورځني عکسونو داخيستلو توان لري. دوګړو په هکله دغه معلوماتي نقشه به دځمکې پرمخ دوګړو شميره دنقطو په زريعه ښکاره کړي. ددغې نقشې په مرسته به دځمکې پرمخ دوګړو دزياتوالي په هکله ورځني راپورونه هم ترلاسه شي.
Subscribe to:
Post Comments (Atom)
No comments:
Post a Comment