د چین په پلازمینه بیجنګ کښي د نړۍ د تر ټولو لوی هوايي ډګر د جوړولو کار پيل شو . د چین چارواکي وايي چي د نوموړي هوايي ډګر کار به په ۲۰۱۵ میلادي کال کي بشپړ شي . په بیجینګ کښي جوړیدونکي هوايي ډګر د برمودا له جزیري سره په پراخ والي کي برابر دی . د مسافرو د زیاتوالي له امله به د نړۍ ډیر کاریدونکی هوايي ډګر بیترو هم تر شاه پریږدي . په نړیواله سطحه د چین مخ په وړاندي اقتصادي پرمختګ د بیجینګ په هوايي ډګر کښي د مسافرو د تلو را راتلو شمیر ډير زیات شوی دی ، په اوسني هوايي ډګر کي دوي د ځای له کموالي سره مخ دي . له همدي امله د چین حکومت د Dasing Airport په نوم د نوي هوايي ډګر د جوړیدلو پریکړه وکړه، په نوموړي هوايي ډګر کښي به په یوه وخت کښي ۹ الوتکي کیناستلی شي . له یوي اټکلي اندازي سره سم په دي هوايي ډګر کښي به هر کال ۲۰ ملیونه کسان ځي او راځي په دي حساب د لندن له بیترو هوايي ډګر څخه دوه برابر کیږي .
د یادولو وړ ده چي اوس وخت کښي په لندن کښي د بیترو په نوم هوايي ډګر د پراخوالي او ګڼه ګوڼي له امله په اول نمبر کي دي
No comments:
Post a Comment