Wednesday, 25 January 2012

نوکيا نوى ټليفون نندارې ته وړاندې کړ

 نوکيا شرکت د خپلو محصولاتو په لړ کې د لوميا ٩٠٠  (Lumia 900)  په نامه نوى ګرځند ټليفون د CES 2012  په نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړ.
د ويټري د خبر له مخې دغه ځيرک ټليفون چې اوس مهال د امريکا د بازار لپاره طراحي او وړاندې شوى دى له ډېرو نورو ځانګړتياوو څخه هم برخمن دى، نوموړى د AT&T  کمپنۍ د LTE بې سيم شبکې لپاره هم کارېدلاى شي.



د نوکيا شرکت مدير سټيفان ايلوپ  (Stephan Elop)  د خبريالانو سره په خپلو خبرو کې وويل: د دغه ټليفون د پردې کچه ٤.٣ انچه ده.
د يادونې وړ ده دغه ټليفون چې د نوکيا شرکت د لوميا ټليفونونو درېيم ماډل بلل کېږي تر ډېره بريده له ٨٠٠ او  ٧١٠ ماډلونو سره کوم څرګند توپير نه لري.
اوس مهال د Lumia900  بيه او د هغه د وړاندې کېدو جزيات نه دي په ډاګه شوي.

No comments:

Post a Comment