Friday, 27 January 2012

سره مُرچک دزړه او خواږه خوب دوا


د اسټراليا د تسمانيا د پوهنتون څېړونکي د اتلسو مياشتو په بهير کې پر لسو داوطلبو باندي د سرو مُرچکود سملاسي ګټو پايلې څېړلی دي . هغوی ددې څو تنو نه دورځي پر هر يوه باندي  ١٥ ګرامه سره مُرچک مصرف  کړه خو  څونورو يې داکار ونکړ .   هغه نتيجې چې د دې پوهنتون د بيالوژي د فاکولتې ښوونکی دومينيك ګراګتي ﻻسته راوړی ، ډېر په زړه پورې دی .  هغه وايې چې سره مُرچک خوب ښه تنظيموي او د خوب کيفيت د زړه پر سلامتيا او دهغه پر رګو باندي ډېر زيات  ښه تأثير کوي .
سر ه مُرچک چې يوه طبيعي تازه ماده ده کېداې سي  دهغه نه  دورځي   په لږه اندازه   خوړلو  سره  دزړه او دهغه  د عروقو په سلامتيا کې  مرسته واخيستل سي .

No comments:

Post a Comment