Sunday, 29 January 2012

د قدر د شپي د تحديد لپاره په زړه پوري تحقيق

لکه څرنګه چې معلومه ده، چې ليلة القدر يوه داسي له برکتونو او رحمتونو څخه ډکه شپه ده چې په دې مبارکې شپې کې عبادت د ۱۰۰۰ میاشتو له عبادتونو څخه غوره دی، او ټول مسلمانان د تل لپاره دا آرمان لري چې د دې مبارکې شپې له عبادت څخه برخمن شي.
خو اکثره مسلمانان چې له دې شپې څخه محرومیږې د هغې وجه دا ده چې دغه شپه مجهوله او خاص تحديد يې نه دی شوی، او علماؤ هم په دې کې مختلف اقوال او نظريې لري، چې بعض علماؤو تقریبا تر ۱۰ ډير قولونه را نقل کړي، چې همدغه وجه او ورسره د مسلمانانو د ارادو کمزورتيا او له دين سره د مينې کموالی د دې باعث ګرزيدلی چې ډير مسلمانان له دې برکتناکې شپې څخه بې برخې پاتې کيږي. 
خو د علماؤ اقوالو ته په ځيريدو سره حق ته دا ډير نږدې ښکارې چې ليلة القدر د رمضان میاشتې ۲۷ شپه وي.
او یو له هغو دلائلو څخه چې دا خبره تأيدوي او ډير ښه انسان ته قناعت ورکوي، غالبا د عبد الله بن عباس هغه دقیقه او بارکبينه رأیه ده چې د لیلة القدر په باره کې يې فرمايلې ده، او وضاحت يې په لاندې ډول دی:
[که چيرته مونږ  (سورة القدر) ته ځير شو نو وينو چې دا سورت په ۳۰ کلمو مشتمل دی، یعنې (انا انزلناه في لیلة القدر) پنځه کلمې، (وما أدراک ما ليلة القدر) پنځه کلمې، (لیلة القدر خیر من ألف شهر) شپږ کلمې، (تنزل الملائکة والروح فیها باذن ربهم من کل أمر) نهه کلمې، او (سلام هي حتی مطلع الفجر) پنځه کلمې، چې په دې ترتیب دا ټولې ۳۰ کلمې شوې چې هره کلمه د مياشتې په يوه شپه شميرل کيږي، نو ګويا چې دا سورت يوه مياشت او هره کلمه يوه شپه ده، او په آخري آيت کې [هي] ضمير چې د مؤنثې غائبې لپاره استعماليږي او دلته ترې مراد ليلة القدر دی، او په سورت کې [هي] اويشتمه (۲۷) کلمه ده، نو نتیجه دا چې قرآن کريم مونږ ته اشارةً دا ښودلي چې ليلة القدر د روژې مياشتې په اويشتمه شپه وي].    و الله اعلم

No comments:

Post a Comment