څیړونه له یوه تازه تحقیق وروسته وموندله چې د نباتي غوړو استعمال د هغو باکتریاوو د غښتلي کولو لپاره موثر واقع کیږي چې د انسان په ارګانیزم کې د مخدره دارو ګانو پر ضد عمل کوي.
له څو لسیزو را پدې خوا انسانانو په دې عقیده درلوده چې د نباتاتو غوړي د پوټوکې او د ستونې د ناروغۍ لپاره موثر واقع کیږي خو اوس دغه تجربه ساینس پوهانو په عمل کې ثابته کړه.
د یونان هیواد د تکنالوژۍ د انستیتیوت محقیقینو موندلي چې د نباتاتو څخه تر لاسه شوي غوړي د هغو باکتریاوو پر ضد کارنده واقع کیږي چې د انسان په بدن کې د د مخدره موادو د استعمال پر مهال را منځ ته کیږي او ډاکټران یې پر ضد له انتي بیوتیک درملو څخه کار اخلي.
د دغه انستیتیوت پروفیسور ښاغلي ایفامیا وویل چې مونږ اوس دا موندلي چې نباتي غوړي د میکروبي ناروغیو ضد اثرات لري او مونږ واقعاً دا وموندله چې نباتي غوړي د دغه ډول باکتریاوو سربیره نوري مضره باکتریاوې هم له مینځه وړي.
محقیقین وایې چې د نباتي غوړو استعمال هیڅ ډول منفي اغیزي نلري او یوازي هغه کسان باید ورسره له احتیاط څخه کار واخلي چې د ډاکټر له لوري د ناروغیو له تشخیص وروسته ورته د نه خوړلو او یا لږ خوړلو توصیه کیږي.
No comments:
Post a Comment