واقعا چې ډیر خوندور غږیز حکایتونه دی

د یوې قصې په اوریدلو به د بلې غوښتنه تاسې پخپله کوی www.facebook.com/haseebwdk

د ۱۳۹۱ کال د کانکور آزموینه ډیره رانژدی شوی

ټول خپل ملګری خبر کړی کوم چې د هیواد څخه بهر پاتی کیږی

شراب د انسان شین او ښایسته ژوند مړاوی کوی

البته دا پیغام هغه وګړیو ته زیاد ځانګړۍ شوی کوم چې اروپا ته مسافر شوی باید په خپل ژوند کې محتاط وی

مایکروسافټ وینډوز 9 د ۲۰۱۴ کال په مارچ کې وړاندي کوی

له دې نوی وینډوز سره به د انټرنیټ ایکسپلورر ۱۲بڼه هم راوباسی

څنګه د هر پوستکالي سريال نمبر پیدا کولای شو

لومړی ګوګل پاڼه راخلاصه کړۍ د نمونی په ډول داسې ولیکی 94FBR+software name

Tuesday, 31 January 2012

د انټرنيټ څخه د ښکته کولو لپاره يو غوره پروګرام

Internet Download manger د پروګرامونو،ویډیو،اډیو ،زیف او نور کمپیوټري مواد د کښته کولو لپاره غوره پروګرام دي .
د داونلود منیجر لویه ګټه داده چي که ستاسو کمپیوټر کښي دانلود روان وي او کمپیوټر مو بندشي یا هم بریښنا لاړه  شي ډاونلوډ چي تر کوم ځایه شوي وي چی کمپیوټر روښانه کړي بیرته له هغه پيل کیږي .

لاندي لینک څخه د داونلود منیجر پروګرام له کلیک سره کښته کړي
Click here to Download

د سګريټ زيان په کلونو نه بلکې په دقيقو کې

  • له نوي څیړني څخه معلومیږي چی د سګريټ څکولو له امله د انسان په جسم مضر اثرات په کلونو کښي نه بلکي دقیقو کښي تاثیر کوی.
  • د امریکا د منیسوټا یونورسټي څیړونکو ویلي چي کومه ماده د انسان په بدن کښي د سرطان د رامنځه کیدلو لامل ګرځي هغه ماده د سګریټ څکولو له امله په ډيره تیزي سره د انسان بدن ته داخلیږي.
  • څیړونکو زیاته کړه چي چي دا څیړنه د سګریټ څکونکو لپاره یو مهم خبرتیا یا اخطار دی.
  • د سګریټ له امله  د زړه او کنسر په مریضي خو مخکي لا خلګ خبر وو لیکن په نوي څیړنه کښي دا معلومات هم وشول چی سګریټ په کلونو نه بلکي په دقیقو کښي تاثیر کوي.
  • څیړنې ښودلي چي سګریټ له پنځلسو څخه تر دیرشو دقیقو پوري د انسان په جسم خپل منفي اغیز اچوي.

پياده گرځيدل حافظه غښتلي کوي.

په لندن کښي په ترسره شوي نوي څیړنه کښي ویل شوي چي پیاده ګرځېدل ذهن تازه کوي او د حافظي په غښتلتیا کښي مرسته کوي .
د نیشنل انستیوټ اف ایجنګ څیړونکي زیاتوي چي څوک کم پياده تګ کوي تر هغو کسانو زیات ناروغه کیږي چي ډیر پیاده تګ کوي .
ډاکټر کر اي ایرکسن  چي ددي څیړني دټیم غړی دی وایي   کوم  وخت چي انسان بالغ شي ددماغ اندازه يي کوچنۍ کیږي خو څوک چي پیاده تګ کوي د هغه ددماغ اندازه په هغه حال پاتي وي .
نوموړو څیړونکو خلګو ته سپارښتنه کړي چي هر  کس باید په هفته کښی ۱۰ کيلو متره په پښو تګ وکړي .

Monday, 30 January 2012

د انسان په اړه په زړه پوري معلومات

.داچي انسان اشرف المخلوق دي نودهغه په باره کي يوڅه په زړه پوري مختصرمعلومات:
١ : انسان تر ټولو نورو موجوداتو ډيري خبري کوي.
٢ : څېړونکو د انسان متوسط عمر اويا کاله بللي دﺉ چي په دغه مده کي څوک ۱۳ کاله خبري کوي، ۶ کاله خواړه خوري او ۲۳ کاله هم بيديږي (ويديږي) .
٣ : په متوسطه توګه هر څوک په سلګونو ټنه خواړه خوري.
٤ : که ده انسانانو وزن د ۷۵ څخه تر ۸۰ کيلو پوري وبلل سي نو وئلې شوچي هر څوک په خپل ټوله ژوند کي ترخپل وزن د ۱۲۵۰ څخه تر ۱۳۳۵ چنده پوري غذا خوري.
٥ : په يوه ورځ يا ۲۴ ساعتو کي ۱۰۰۰ لېټره هوا تنفسوي او زړه يې په هره دقيقه کي ۸۰ تر ۱۰۰ واري پوري غورځي، نو ګواکي د انسان زړه په ټوله ژوند کښي ۲ ميليارده او ۵۸ ميليونه واري ، بېله دمي او اغلباٌ بېله کومي ستونزي ، غورځي (دربيږي) .
٦: د انسان په وجود کي تر ټولو حساس غړي سترګه ده ، چي کو لاي سي د ۱۰زرو رنګونو تشخيص وکړي.
٧: ماشومان تر ۸ مياشتو پوري دنيا توره او سپينه ويني .
٨:انسان هغه يوازينې له موجوداتوڅخه دي چي ولاړ او پر دو پښو تګ کوي.
٩: په وسطه توګه انسان په يوه ورځ کي ۲۰زره ګامه اخلي ، يعني په کال کي ۷ ميليون ګامه.
١٠: په ۷۰ کلنې کي د دغو ګامونو شمېر ۵۰۰ ميليونو ته رسيږي، يعني ۵۰۰ زره کيلومتره لار پرې وهل کيږي .
١١: په دې حساب نو انسان په ژوند کي کولاي سي چي په پښو ۹ واري د دنيا پر کره راوګرځي اويا سپومۍ ته پياده ولاړسي ، البته که د ځمکي او سپوږمۍ تر منځ واټن ۳۹۰ زره کيلومتره وبلل سي.
١٢: د انسان بدن په يوه فوق العاده پوښ سره پوښلي دي چي (پوست ) ( پوټکي) ورته ويل کيږي ، پر دغه پوست په هر ساعت کي ۳۰ ميليونه ميکروبه کښېني، چي ۲۹ ميليونه يې وژل کيږي او پس له هرو ۲ ساعتو د ۳۰ ميليونو څخه يوازي ۷ زره پاته کيږي.
١٣: د انسان په بدن کي له ۲ څخه تر ۴ ميليونو د درد نقطې شته دى چي حساسيت يې د پوستکي د موقعيت په نسبت تو پير سره لري .
د انسان بدن حيرانوونکي مقاومت لري چي کولاي سي د ۴۴ تر ۴۵ درجو تودخه وزغمي او که په تدريج سره ګرمي پر ډېره سي کولاي سي په وچه فضا کي حتي د ۱۵۰ څخه تر ۱۶۰ درجو حرارت لا تحمل کړي. او په يخنۍ کي انسان کولاي سي تر منفي ۲۷ درجو لا ژوندي پاته سي ، البته بېله کاليو.
١٤:انسان کولاي سي چي ۵۲ ورځي يوازي په اوبو ژوندي پاته سى .

داسې هيواد چې ماشومان پکې نشته!!!

ياداسې هيوادهم د نړى په مخ کښې شتون لرى چې کوچنيان پکښې نوى؟؟؟؟
هو!! داسې يوهيواد هم دنړۍ پرمخ شتون لرى چې تراوسه پورى دکوچنيانو دخندا او د ژړا اواز پکښې نه دى اوريدل شوې داد(واتیکان ) نومى هيوادى چې دټولو اوسيدونکو شمير يي (١٠٠٠) تنوته رسيږى په دغه نوموړى هيوادکښې تراوسه پورې ماشوم ندى زيږدلې دا ځکه چې دوى پخپله ځانونو باندې ودونه حرام کړى دى چې مشران يي (رهبان ) دى اومشرانې يي (رهبات )

دنړۍ په اړه ځيني په زړه پوري معلومات

دنړۍ په اړه ځيني په زړه پوري معلومات
  
1-ترټولولوی پارلمان دچين پارلمان دی چي دغړوشمېرئې:2978تنوته رسيږي.
    
2-.    ترټولولوړه مناره په مراکش کي دحسن ثاني دجامع جومات ده چي څوکاله دمخه جوړشوی او176متره لوړوالی لري .

3.    په نړۍ کي ترټولودزياتوخاموتېلوتوليدوونکی هيوادروسيه ده،بياسعودي عربستان دی خوترټولوډېرمصرفوونکی هيوادامريکاده چي په ورځ کي تقريباًڅوارلس نيم ميليونه بېلره تېل مصرفوي .

4. دنړۍ ترټولوغټ اومشهورپوهنتون (ايم،وي لومونوسوف)دی،چي دماسکوپه ښارکي موقعيت لري داودانۍ (32)پوړه(منزله)ده اوڅلوېښت زره کوټې اوتالارونه لري .    
5.    دنړۍ ترټولولويه ټاپووزمه دسعودي عربستان،يمن اوخليج ټاپووزمه ده چي 3250000کيلومتره مربع مساحت لري.
  
6.    ترټولولوي ستوری مشتري دی خوپه رڼاکي ترټولوزيات زهری دی اوپه  چټکوالي کي عطاردترټولودمخه دی .

7.    ترټولولوی هوايې ډګردسعودي عربستان دپلازميني رياض دشاه خالدنړۍ وال ميدان دی چي تقريباً86کيلومتره مربع دی.

8.    ترسمندرلاندي ترټولولوی سورنګ په جاپان کي دی چي درې پنځوس نيم کيلومتره اوږدوالی لري اودرېل ګاډي پټلۍ پکي غزېدلې  ده .

9.    ترټولولوی اسلامي هيوادسوډان دی چي (2503890)کيلومتره مربع دی اوورپسې الجزائزاوسعودي عربستان دی البته دنفوسوله امله اينډونيزيا ترټولو اسلامي هيوادونو دمخه دی اودکال:1999دسرشمېرني په اساس ئې نفوس: 184063000تنه دی

د ګيلاس د ميوه په اړه

ګیلاس یوه کوچنی پسرلنی، خوندوره او ګټوره میوه ده . په مختلفو رنګونو لکه سره،نصوراي او زیړ رنګونو باندي پیدا کیږي.
وني يي خزان وهونکي، غیر ازغني او کم ارتفاع دي . خاښونه يي صاف او قهويي رنګ درلودونکي دی .د ګیلاس د وني علمي نوم carasus avim دي .
ګیلاس ددرمل په توګه :
۱- ګیلاس کي په پراخه اندازه انتي اکسیداونه شتون لري چي د انسان د زوړتوب په مخنیوي کي ښه رول تر سره کوي .
۲- د زړه د ناروغي مخنیوي کوي او څوک چي باندي اخته وي د ناروغي په کمولو کي مرسته ورسره کوي . ګیلاس کښي په زیات پیمانه مینزیم او پټاشیم شتون لري چي د زړه د سلامتي او عروق شریه لپاره ډير ګټور دي .
۳- د فلاوونیدونو په لرلو سره د ارتریت،رماتیزم، واریس، او د بندونو ددرد لپاره ښه درمل دي .
۴- د بدن د پوست د تور داغونو، او ټپونو په کمولو کي زیاته مرسته کوي .
۵- په بدن کښي د غذايي موادو په سوځلو او د خوراک په هضمولو کښي مرسته کوي .
۶- د اعصابو سیستم ته سکون ور بخښي او یو رقم هورمونونه جوړوي چي ورسره انسان د خوشحالي احساس کوي .
۷- د ویني په تصفیه کښي مرسته کوي .
۸- د زړه د حرکاتو د منظم کولو او معدي لپاره هم ګټه رسوي .
۹- د انسان فکري ځواک ته قوت ور بخښي .
۱۰- کوم خلګ چي له غوښي څخه زیات استفاده کوي هغه کولای شي له ګیلاس څخه استفاده وکړي تر څو يي وینه نری او صافه شي .
۱۱- د وزن د کمولو لپاره ګټور دی .
۱۲- په پراخه اندازه ویټامین C پکښي شتون لري .

Sunday, 29 January 2012

د نړي ترټولو لوي پل په درياب کې

دغه پول چې دوه څلویښت نیم کیلومتره اوږدوالې لري دلس زره انجنرانوپه مټ اوزیاردپنځنیم ملیارده پاونډوپه لګښت دڅلوروکالوپه موده کې دپنځه زره دوه سوه پیلرانوپراوږه باندې دشنواوبوپرمخ جوړشوي دي  دغه پول دچین دوه ساحلي ښارونه کوینګ دایو ،، اوهوانګدائو سره تړي  چې پخوا یې ترمنځ واټن ۱۵۰۰ کیلومتره ووخو اوس ددغودووښارونوترمنځ واټن یوازي له شلونه تردیرشودقیقوپوري دي.






دکمپيوټر تر ټولو معتمد دقرآن کریم پروګرام


په کمپيوټر کې دقرآن کريم دآياتو په ليکنه کې دډيرو خلکو څخه دسهوو يا املائي غلطيانو دکيدو له وجې
چاپ خانه دحرمينو شريفینو دخادم پادشاه فهد دقرآن کريم دطباعت لپاره (مجمع خادم الحرمین الشریفین لطباعة المصحف الشریف) دکمپيوټري نشراتو لپاره دقرآن کريم پروګرام جوړ کړی.
دغه پروګرام يا سافټوير دعلماء کرامو او دکتاب الله دجيدو قاريانو او حافظانو  دخورا دقت او اصلاح او بياکتنو څخه وروسته دنوموړې چاپ خانې په ويب پاڼه کې دټولو مسلمانانو خدمت ته په وړيا ډول وړاندې شوی.

له دې سره ټولو مسلمانانو ته پکار ده چې له نورو ويبپاڼو او مصدرونو څخه دقرآن کريم ليکل شوي آیاتونو راخيستلو کې احتیاط وکړي کوم چې په زيات دقت سره ندي ليکل شوي.
دنوموړې چاپخانې دويبپاڼې آدرس :

مجمع طباعة الملك فهد لطباعة المصحف الشريف
http://www.qurancomplex.com

د پروګرام دښکته کولو (ډانلوډ) لپاره په لاندې لینک کليک وکړئ:

هفه کس چې په کوپړي يې ميخ ننوتي وو، ژوندي پاتي شو


واشنګټن : ساینس پوهانو دیوې داسې سیارې دکشفولو خبر ورکړی چې په بشپړ ډول له طلا څخه جوړه شوې ده .دغه سیاره چې د pulsar نومې سیارې په شاوخوا راګرځي ، قطر یې د ځمکې تر قطر پنځه ځله کوچنی دي . د نوموړې سیارې ټوله سطحه له قیمتي ډبرو او طلاوو څخه جوړه شوې ده .
دمانچسټر په نامه پوهنتون دساینس پوهانو په وینا دا سیاره دهغې سیارې یوه وېرانه او تخریب شوې حصه ده چې زیاتره برخه یې د په pulsar کې دکشش له امله ورکه شوې او لمنځه تللې ده .
نوموړې سیاره په دوه ساعته او لس دقیقې کې د pulsar په شاوخوا خپل مدار مکمل کوي او دهغې دزیات کثافت له امله په هېره بدله شوې ده .
دیادونې وړده چې له طلاوو څخه جوړه شوې دغه سیاره له ځمکې څخه د 4000 نوري کاله په اندازه فاصله لري .

د طلا څخه جوړه شوي سياره وموندل شوه


 ساینس پوهانو دیوې داسې سیارې دکشفولو خبر ورکړی چې په بشپړ ډول له طلا څخه جوړه شوې ده .دغه سیاره چې د pulsar نومې سیارې په شاوخوا راګرځي ، قطر یې د ځمکې تر قطر پنځه ځله کوچنی دي . د نوموړې سیارې ټوله سطحه له قیمتي ډبرو او طلاوو څخه جوړه شوې ده .
دمانچسټر په نامه پوهنتون دساینس پوهانو په وینا دا سیاره دهغې سیارې یوه وېرانه او تخریب شوې حصه ده چې زیاتره برخه یې د په pulsar کې دکشش له امله ورکه شوې او لمنځه تللې ده .
نوموړې سیاره په دوه ساعته او لس دقیقې کې د pulsar په شاوخوا خپل مدار مکمل کوي او دهغې دزیات کثافت له امله په هېره بدله شوې ده .
دیادونې وړده چې له طلاوو څخه جوړه شوې دغه سیاره له ځمکې څخه د 4000 نوري کاله په اندازه فاصله لري .

GPS څه شي دي ؟


(Global Positioning System )د ځاي د تحدیدولو بین المللي نظام
د دې آلې دی نوم څخه معلومیږي چه دا آله د ځاي(هدف) تحدیدولو لپاره پکارول کیږي.
ددې آلې له لارې ډیر کارونه ترسره کیږي.
نوموړې آله د مصنوعي سپوږمیو له لارې د ځمکې په سر ځایونه تحدید وي، او لاندې مهم کارونه ترسره کوي:
  • Ø د ځمکې په کومه نقطه کښې چې (GPS) ولگول شي. دهغې نقطي عرض او طول البلد د عددونو(شمارې) په شکل کښې ښکاره وي.
  • Ø همدا راز دهغې منطقې د سمندر له سطحې نه ارتفاع معلوموي.
  • Ø دهغې منطقې زاویه د درجې په شکل کښې ښکاره وي.
  • Ø او کله چې دهغې نقطې نه دځمکې بلې نقطې ته لاړ شو.

نو د اولې اخستل شوې نقطی:
1 مسافت
2 ارتفاع
3 د جهت زاویه(ډگري)مونږ ته به په لاس را کوي.
یادونه:GPS مختلفې کمپني په مختلف شکلونو(ډولونو) کښې جوړه وي، خو اساسي کار د ټولو مشترک دي هر ماډل له بل نه بعضې اضافات لري. دلته د (Garmin) کمپنی دوه ماډله جي پی ایس بيانيږي:
  • Ø Garmin etrex : زیړ رنگ لري.
  • Ø ‎Garmin etrerx Vista

د GPS عیارول(Setup) :
دجيپی ایس لګولونه وروسته – د Page تکمه څو ځله تخته(فشار) کړی تر څو دMain menu صفحه راشي.
  • Ø په نوموړې صفحه کښې به Setup انتخاب کړو.
  • Ø له هغې نه به Unit انتخاکړو.
  • Ø بیا به Position Farmatانتخاب کړو
  • Ø له پورته صفحې نه به دhdd.mm.mm یا utmups خانه انتخاب کړو.
  • Ø له همدې صفحې نه به د Elevation له خانې نه دMeter او د هغې له مقابل خانې نهVertical-spdاو له هغې نه به m/min انتخاب کړو.
  • Ø بیا به له همدې صفحې نه Pressure په خانه کښې Malabar's انتخاب کړو.
  • Ø بیا به Units ته لاړ شو او له هغې نه بهNorth Ry او بیا Magnetic اختیار کړو.
  • Ø بیا به له همدې صفحې نه Angle او له هغې نه Degree انتخاب کړو.
یادونه:پورتنې دوه نقطې په Vista جيپی ایس کښې په Setup کښې تر Heading لاندې انتخابیږي.
  • Ø بیا به د Setup نه ترSystem لاندې Language او له هغې نه عربی یا English انتخاب کړو.

رسول الله (ص) ته په څيره کې ورته کسان


سلامي معلومات
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په څيره کې ورته کسان
رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په څيره کې ډير ورته پنځه کسان ول چې په لاندې ډول دي:
۱ـ جعفر بن أبي طالب (د رسول الله صلی الله عليه وسلم د تره ځوی).
۲ـ أبو سفيان بن حارث بن عبد المطلب (د رسول الله صلی عليه وسلم د تره ځوی او رضاعي ورور).
۳ـ قثم بن عباس (د رسول الله صلی الله عليه وسلم د تره ځوی).
۴ـ سائب بن عبيد بن عبد مناف (د امام شافعي رحمه الله غور نیکه).
۵ـ حسن بن علي بن أبو طالب، او دی په ټولو کې رسول الله ته ډیر ورته وو.

د نړى تر ټولو لوي هوايي ډګر


د چین په پلازمینه بیجنګ کښي د نړۍ د تر ټولو  لوی هوايي ډګر د جوړولو کار پيل شو . د چین چارواکي وايي چي د نوموړي هوايي ډګر کار به په ۲۰۱۵ میلادي کال کي بشپړ شي .  په بیجینګ کښي جوړیدونکي هوايي ډګر د برمودا له جزیري سره په پراخ والي کي برابر دی . د مسافرو د زیاتوالي له امله به د نړۍ ډیر کاریدونکی هوايي ډګر بیترو هم تر شاه پریږدي . په نړیواله سطحه د چین مخ په وړاندي اقتصادي پرمختګ د بیجینګ په هوايي ډګر کښي د مسافرو د تلو را راتلو شمیر ډير زیات شوی دی ، په اوسني هوايي ډګر کي دوي د ځای له کموالي سره مخ دي . له همدي امله د چین حکومت د Dasing Airport  په نوم د نوي هوايي ډګر د جوړیدلو پریکړه وکړه، په نوموړي هوايي ډګر کښي به په یوه وخت کښي ۹ الوتکي کیناستلی شي . له یوي اټکلي اندازي سره سم په دي هوايي ډګر کښي به هر کال ۲۰ ملیونه کسان ځي او راځي په دي حساب د لندن له بیترو هوايي ډګر څخه دوه برابر کیږي .
د یادولو وړ ده چي اوس وخت کښي په لندن کښي د بیترو په نوم هوايي ډګر د پراخوالي او ګڼه ګوڼي له امله په اول نمبر کي دي

د قدر د شپي د تحديد لپاره په زړه پوري تحقيق

لکه څرنګه چې معلومه ده، چې ليلة القدر يوه داسي له برکتونو او رحمتونو څخه ډکه شپه ده چې په دې مبارکې شپې کې عبادت د ۱۰۰۰ میاشتو له عبادتونو څخه غوره دی، او ټول مسلمانان د تل لپاره دا آرمان لري چې د دې مبارکې شپې له عبادت څخه برخمن شي.
خو اکثره مسلمانان چې له دې شپې څخه محرومیږې د هغې وجه دا ده چې دغه شپه مجهوله او خاص تحديد يې نه دی شوی، او علماؤ هم په دې کې مختلف اقوال او نظريې لري، چې بعض علماؤو تقریبا تر ۱۰ ډير قولونه را نقل کړي، چې همدغه وجه او ورسره د مسلمانانو د ارادو کمزورتيا او له دين سره د مينې کموالی د دې باعث ګرزيدلی چې ډير مسلمانان له دې برکتناکې شپې څخه بې برخې پاتې کيږي. 
خو د علماؤ اقوالو ته په ځيريدو سره حق ته دا ډير نږدې ښکارې چې ليلة القدر د رمضان میاشتې ۲۷ شپه وي.
او یو له هغو دلائلو څخه چې دا خبره تأيدوي او ډير ښه انسان ته قناعت ورکوي، غالبا د عبد الله بن عباس هغه دقیقه او بارکبينه رأیه ده چې د لیلة القدر په باره کې يې فرمايلې ده، او وضاحت يې په لاندې ډول دی:
[که چيرته مونږ  (سورة القدر) ته ځير شو نو وينو چې دا سورت په ۳۰ کلمو مشتمل دی، یعنې (انا انزلناه في لیلة القدر) پنځه کلمې، (وما أدراک ما ليلة القدر) پنځه کلمې، (لیلة القدر خیر من ألف شهر) شپږ کلمې، (تنزل الملائکة والروح فیها باذن ربهم من کل أمر) نهه کلمې، او (سلام هي حتی مطلع الفجر) پنځه کلمې، چې په دې ترتیب دا ټولې ۳۰ کلمې شوې چې هره کلمه د مياشتې په يوه شپه شميرل کيږي، نو ګويا چې دا سورت يوه مياشت او هره کلمه يوه شپه ده، او په آخري آيت کې [هي] ضمير چې د مؤنثې غائبې لپاره استعماليږي او دلته ترې مراد ليلة القدر دی، او په سورت کې [هي] اويشتمه (۲۷) کلمه ده، نو نتیجه دا چې قرآن کريم مونږ ته اشارةً دا ښودلي چې ليلة القدر د روژې مياشتې په اويشتمه شپه وي].    و الله اعلم

په نړى کې د نفوس، مذاهبو، زيږون او مړيني لنډه احسايه


په نړۍ کې دبېلابېلو ناروغیو،قدرتي آفاتو،قتلونو او لوږې له امله هره ورځ تر یولک او پنځوس زره زیات کسان مړه کیږي .
دبرتانوي وېبپاڼې دیوه څېړنیز راپور لمخې اوس مهال دنړۍ نفوس له 6980500955) ) تنه څخه اوښتی دي ، چې دورځې دهرو زرو کسانو په نسبت ۵۱ تنه ماشومان زیږول کیږي په داسې حال کې چې مړېنې شمېره یو لک او درې پنځوس زره ته رسیږي .
د څېړنې له مخې په نړۍ کې په هرو سلو کسانو کې ۵۰ یې نارینه او ۵۰ یې ښځینه دي چې شل تنه یې ماشومان تشکیلوي. په هرو سلو کسانو کې اتیا کسه ځوانان دي .
په څیړنه کې ویل شوي چې تر ټولو زیات کسان، ۱۶ فیصده په اسیا کې ، ۱۲فیصده په اروپا کې ، ۱۳ فیصده په افریقا کې او ۱۴ فیصده دنړۍ په بېلابېلو برخو کې اوسیږي .
په نړۍ کې د ۳۱ سلنه وګړي عیسوي مذهبه ، ۲۱ فیصده مسلمانان ،۱۴ فیصده هندومذهبه،۶ فیصده بودایان او ۱۴ نورو بېلابېلو مذاهبو ته عقیده لري .
دراپور له مخې په افغانستان کې په زرو کسانو کې (37.83) تنه ماشومان زیږي ، په هند کې (21.97)فیصده او په پاکستان کې تر 24 زیات ماشومان زیږي .

لمونځ د فحشا او ګمراهيو څخه انسان منع کوي

الله تعالی په سورت (عنکبوت) کې فرمائې: {إِنَّ الصَّلاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ} [آيت رقم: 45] جمله اسمیه ده، چې په ثبات او همیشه والي دلالت کوي، او د (الصلاة) توکید بيا په (ان) حرف سره شوی، او د (ان) خبر جمله فعلیه ده: چې هغه: {تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ} نو لمونځ د ګناهونو او ګمراهیو په نهيه کې مهم رول لوبوي، خو سنګه امکان لری چې د دې معنی او د هغو ځينو لمونځ کونکو د حال ترمنځ جمع راوستلی شي چې هغوی لمونځونه هم کوي او سره د هغې له ګناهونو او ګمراهيو څخه نه منع کیږي؟
 په دې اړوند يو عالم ډير دقیق استنباط کړی نوموړی فرمايي: که چيرې غواړئ په دې پوه شئ چې آیا لمونځ دې کامل أداء کړی او که نه، نو په خپل کړنو کې دې د الله تعالی د نافرمانۍ کچه وګوره، نو څومره چې د الله تعالی نافرماني در نه کيږي، په هماغه اندازه لمونځ دې ناقص أداء کړی، او څومره چې لمونځ د أرکانو، واجباتو، سنتونو او خشوع له اړخه پوره اداء کرې هغومره دې له فحشاؤ او منکراتو څخه ژغوري، نو بشپړ لمونځ خامخا مسلمان انسان له ګناهونو او ګمراهيو څخه بچوی، نو د ګمراهيو د واقع کیدو کچه په لمانځه کې د نقصان کچې پورې تړاو لري.
او دغه نقصان خاصة په خشوع کې پيښيږي، نو ته دوه لمونځ کونکي چې په يو صف کي لمونځ کوي وينې چې يو خپل رب ته په ډير خشوع او خضوع کې ولاړ دی، او بل بې توجه لمونځ کوي، نو ځکه هر کس ته د لمونځ ثواب په هغه اندازه ليکل کيږي څومره يې چې په فکر او خشوع اداء کړی وي، ځينو ته پوره ثواب ليکل کيږي او ځينو ته نيمائي، او ځينو نورو ته څلورمه برخه، او د ځينو لمونځ لکه شړيدلې جامه غونډیږي او بيا يې د څښتن پر مخ ور ويشتل کيږي.
 مونږ که هغو کسانو ته په غور وګورو چې د ماسختن لمونځ کوي، او بيا سمدلاسه ځي او په چينلونو کې هغه څه ګوري چې الله تعالی حرام کړي، نو دا ويلی شو چې دې کسانو لمونځ په بشپړه او صحیحه توګه نه دی أداء کړی، ځکه که کامل لمونځ يې کړی وای نو هغه به دوی له دغو ګمراهيو څخه ژغورلي وای.
 روايت دی چې عمر بن عبد العزیز ـ رحمه الله ـ یو سړی په يوه دنده وګمارلو، هغه کس ورته وويل چې: زه دې ولې په دې کار وګمارل؟ عمر بن عبد العزیز ورته وفرمایل: ځکه ما ته وليدلې چې لمونځ په ښه او کامله توګه او په خشوع سره أداء کوې، او تا چې د الله حق په صحیح توګه سرته ورسوو، نو خامخا نور واجبات او حقوق هم په پوره او صحیحه توګه سرته رسوې.

مسواک د خولي سرطان (کينسر) مخه نيسي


طبي څېړنه : مسواک دخولې دسرطان (کینسر) مخه نیسې
مسواک سربېره پر دې چې دنبي کریم ص سنت عمل دي، دطبي تحقیقاتو له مخې دمسواک مسلسل استعمال زیات شمېر صحي او روغتیایې ګټې هم لري .
دهندوستان او انګلستان د روغتیاپوهانو یوې ګډې ډلې دمسواک دافادیت او ګټو په اړه په یوه ورستي تحقیق کې دا خبره په ډاګه کړې ، هغه کسان چې هره ورځ دخولې پرېوللو په مهال مسواک استعمالوي ترزیاته حده دخولې دسرطان (کینسر) له ناروغۍ څخه په امن دي .
په څېړنه کې داهم ویل شوي چې په مسواک کې ۳۲ ډوله مختلف عناصر وجود لري چې د خولې دزیات شمېرخطرناکو ناروغیو مخه نیسي .
دڅېړنې له مخې دهغو کسانو غاښونه چې روزانه مسواک استعمالوي نسبتا زیات ټینګ او محفوظ وي .

کاهو هم ډير زياتې طبي ګټې لري

کاهوو

کاوو يو دهغو ترکاريانو څخه ده چې په زياته پيمانه دويټامينونو لرونکی دی، کاوو په خاصه توګه دهډوکو په پياوړيتوب کې مرسته کوي، او دزهايمر (دياداښت له منځه تګ) دناروغۍ څخه دانسان ژغورنه کوي، همدا راز دکولمو لپاره ډير ګټور ثابت شوی دی.
 په کاوو کې په زياته پيمانه کلسيم او فاسفورس شته چې دغه دواړه عنصرونه دهډوکو لپاره زيات ګټور دي، همدا راز کاوو د فوليک تيزاب يو مهم قدرتي مصدر او منبع ګنل کيږي.
 کاوو په خپل ترکيب کې ويټامين (أ)، (ب۱)، (سي)، او ويټامين (اي) هم لري، او له دې علاوه په لږه پيمانه دسيلينيوم لرونکی هم ده، چې دبدن دفاعي سيستم دپياوړتيوب مرسته کوي.
 پوهانو زياته کړې چې کاوو دانسان بدن نرموي ځکه چې په زياته پيمانه اوبه لري، همدا راز اعصاب او دماغ ته آرامښت وربخښي، او ددې سره سره پوستکی ډير روښانه کوي او صافوي.
پوهان وايي چې دکاوو دتيز شين رنګه پاڼو خوړل مخکې له خوبه، ددردونو دمسکن (آراموونکی) کار هم ورکوي.

د اسلامي نړي د نفوسو شمير

د اسلام مبارک دین د نړۍ دوهم ستر دین دی چې زیات پیروان لري، د اسلام څخه تر مخه د نصرانیت منسوخ شوی دین دی چې زیات پیروان لري.
نصرانیت د نړۍ ٪۳۳ او اسلام د نړۍ٪۲۳ نفوس تشکیلوي.
د اسلام مبارک دين ټول پیروان د ۲۰۰۹م کال د یوې سروې د اندازی مطابق یو نیم میلیارد  دي، چې اکثر یې د آسیا او افریقا په براعظمو کې دي.
د آسیا په براعظم کې ٪۶۲ مسلمانان ژوند کوي.
د مسلمانانو دوګړو د زیاتوالي له مخې تر ټول ستر دولت د اندونیشیا دولت دی چې وګړي یې د اسلامي نړۍ ٪۱۲.۹ نفوس تشکیلوي او تر ټولو کوچنې مالدیف دی چې نفوس یې ایله درې لکو ته رسیږي.
ښکته لست په ۸ اکتوبر ۲۰۰۹م کې خپور شوی دی او د ۲۰۰۹م کال احصائیه حسابیږي البته اوسنۍ شمیره له ښکتنیو شمیرو څخه ډیری زیاتې شوي دي ، خو دا چې تر اوسه نوی سرشمېرنه نه ده شوی نو له دی امله یې دقیق شمیر هم نه دی معلوم.
د اسلامي نړۍ دځینو مشهورو هیوادونو د نفوسو شمیر:
افغانستان          دیرش میلیونه
چې ٪۹۹ یې مسمانان دي.
آزربیجان ۸ میلیونه اوه لکه پنځه شپیته زره
بنګلادیش ۱۴۵ میلیونه
بحرین ۶ لکه
چاډ ۶ میلیونه
مصر نه ۷۰ میلیونه
هندوستان کې ۱۶۰ میلیونه
ایران کې۷۳ میلیونه
عراق کې ۳۰ میلیونه
قزاخستان کې ۹ میلیونه
لیبیا کې ۷ میلیونه
مالیزیا کې ۱۷ میلیونه
نیجریا کې ۷۸ میلیونه 
نیجر کې ۱۵ میلیونه
پاکستان کې ی۱۷۴ میلیونه
عمان کې ۲نیم میلیونه
قطر کې څه د پاسه یو میلیون
سوډان کې ۳۰ میلیونه
شام کې ۲۰ میلیونه
تاجکستان کې ۶ میلیونه
سعودي عربستان کې ۲۵ میلیونه
ترکیه کې ۷۳میلیونه
یمن کې ۲۳میلیونه
مسلمانان میشت دي.
او همداسی نور

د نوکيا موبايلونو څخه د وايروس د ويستلو لارښود


دنوکیامیموری کارټ لرونکی مبایل اکثروایروس نیسی اوپه خپل سربندیږی اوخلاصیږی اویاهم سفیډ یی کم وی نوددی دپاکولولپاره طریقه لاندی لیکم
1 دمبایل څخه ټول هغه شیان چی دستاسوضرورت وی لکه نمبرونه عکسونه وغیره میموری ته کاپی کړی
... ۲ میموری دمبایل څخه وباسۍ
۳ مبایل موبندکړی
۴ دمبایل د * بټن 3 بټن اودOK بټن یوځای ونیسۍ اودپاسه پری دسټارټ بټن تر 30 دقیقو پوری ونیسۍ
ترڅو پارمیټ شی
۵خودفارمیټنګ په وخت کی په نوکیا 7610 او6600 ماډل کی فارمیټنګ په تورنګ سره روان ښودل کیږی چی فارمیټ کیږی اوپه نوروماډلونو کی بیاښودل کیږی نه خوترهغه وخت پوری هم هغه پورتنی دری بټنونه ونیسۍ ترڅوچی مبایل سټارت شی او دملکونونومونه درته راشی اوپه دغه دوه نورومادلونه کی بیا دغه دری بټنونه ترهغه پوری ونیسی ترڅوچی دفارمیتنګ توره خطه ښکاره شی
۶ ددی نه ورسته میموری په کمپیوترباندی په یوه ښه قوی انټی وایروس سکین کړی
اوکنه دسکین کولونه بغیریی صفا شوی مبایل ته مه وراچوی
طریقه یی په لاندې انځور کې وګوري

طبي څيړنه: تلاوت ددماغي ناروغيو موثر درمل دي.


داچې الله ج په خپل مقدس کتاب قران عظیم الشان کې د (الا بذکرالله تطمئن القلوب) نسخه بیان کړې ، او دقلبي ناارامتیا علاج یوازې او یوازې دقران کریم تلاوت بلل شوی خو دنننی عصر په اصطلاح پوهان ایله اوس دې نتیجې ته ورسیدل چې دذهني ناروغیو علاج په قران کریم سره شونی دي .
دامریکایې پوهنتون له لوري په یوې ورستۍ ترسره شوې څېړنه کې ویل شوي چې دقران کریم دتلاوت په کولو او یا اوریدلو سره ذهني کشمکش او پریشانې له منځه ځي .
دسعودي دنیشنل ګارډ روغتون دروغتیایې ډلې غړی او ددماغي ناروغیود روغتون رئیس ډاکټر رجب عبدالحکیم بریسالي ویلې چې یوشمیر داسې افرادوته  چې په عربي ژبه نه پوهیدل د اډیو کیسټ له لارې دقران کریم څو ایاتونه ور اوریدل شوی او ورسره جوخت د یوه ماشین په مرسته  دنوموړو کسانوپه دماغ لوېدونکې اثرات ثبت شوي چې ډېر حیرانونکي نتایج یې درلودل .
څېړنه په یو لړ داسې دماغي ناروغانو ترسره شوې چې نه یې مذهب اسلام و،نه یې له عربي ژبې سره کوم تړاو درلود او نه یې تراوسه قرانکریم اورېدلی وو.
ډاکټر بریسالي زیاتوي  دقران کریم تلاوت کول یا اوریدل یولړ  روغتیایې اغېزې لري .هغه کسان چې دقران کریم تلاوت کوي له ذهني ناروغیو او ناارامتیا څخه په امن وي او په ژوند کې له سکون او اطمنان سره مخامخ کیږي .

د موبايل له لاري خلک څنګه تعقيبيدلاى شي.


لکه څرنګه چه نړۍ ورځ تر بلی د پرمختګ ګامونه اخلی نو له همدی سره سره د خلکو په ذهنونو کی د نوی ټکنالوژئ په اړه مختلف سوالونه هم پیدا کیږی. چه یو له دغو عمده سوالو څخه چه زمونږ د هیوادوالو په ذهنونو کی ګرځی هغه د مبایل پواسطه د یو شخص پیدا کیدل او تعقیبیدل دی.
ډیرو خلکو له ما ځنی دغه سوالونه هم کړی او حتی ځنی خلک خو لا په دی عقیده دی چه که ګرځنده تیلیفون ګل (خاموش) هم وی د تعقیبیدلو امکان لری.
لکه څرنګه چه دغه د ګرځنده تیلیفونونو ټکنالوژئ د نړئ نورو خلکو ته په نسبت د افغانانو ډیره روښانه ده او نړیوال امکانات ډیر لری چه د یوی موضوع په هکله معلومات پیدا کړی، نو له همدی وجی می وپتیله چه د دغه د ګرځنده تیلیفونو په هکله یو څه معلومات خپلو هیواد والو ته وړاندی کړم.
سوال په دی کی دی چه آیا د ګرځنده تیلیفون د لاری یو شخص پیدا کیدلای شی او یا تعقیبیدلای شی که نه؟ جواب داسی دی چه بلی هو.
په دوه لارو پیدا کیدلای او تعقیبیدلای شی.
۱ د سیم کارت د لاری
۲ د ګرځنده تیلیفون د سیټ د لاری

۱ د سیم کارت د لاری:
کله چه یو سیم کارت په ګرځنده تیلیفون سیټ کی واچول شی او روشن کړل شی نو سیم کارت اتومات د تیلیفون له دستګاه سره ځان رجستر کوی چه دی ته په انګلیسی کی لوکیشن آپډیټ هم وایی یعنی د موقعیت معلومول خپل تیلیفونی شبکی دستګاه ته.
سیم کارت د ګرځنده تیلیفون دستګاه ته وایی چه زه فلاني نمره د فلانی بی ټي ایس نه سګنل اخلم او دغه می موقعیت دی. هر سیم کارت د اصلی مخابراتی شرکت سره په دستګاه کی چي ايچ ایل آر ورته وایی ثبت وی.
نو چه کله سیم کارت د رجستریشن درخواست کوی نو د ګرځنده تیلیفون دستګاه ایچ ایل آر یی پیژنی او د ثبتیدو اجازه ورته ورکوی. په عین وخت کی دستګاه بیا دغه سیم کارت باندی قید او شرط ږدی چه د بیلګی په ډول که رومینګ اجازه لری يا نه لری، ټکس یا تیلیفون کولی شی او که نه شي. کریډیټ لری که نه لری او داسی نور...
غواړم چه فقط د موقعیت په هکله خبری وکړم او موضوع رانه اوږده او بلی خواته لاړه نه شی. نو کله چه د ګرځنده تیلیفون سیم کارت د دستګاه سره راجستر شو نو په هره لحظه کی ګرځنده تیلیفون سیم کارت دستګاه ته خبر ورکوی چه زه دلته یم. چه دی ته په انګلیسی کی د مخابراتی علومو په ژبه کی هندشیک (یعنی ستړی مه شی) وایی. په بل عبارت دستګاه سیمکارت ته وایی چه چیرته یی او سیم کارت ورته خپل ځای ښایی وایی دلته یم. دغه هندشیک په یوه دقیقه کی تر سل وارو زیات وی. ځینی تیلیفونونه یو وړکی شین ګړوپ لری چه هره شیبه کی پړقیږی. دغه پړقیدل د هند شیک سیګنل وی چه د دستګاه سره په تماس کی وی.
بیا په ګرځنده تیلیفونو دستګاه کی دوه نوری آلی دی چه یو ته یی ټایمینګ اډوانس او بل ته ټراینګولیشن وایی او د هغه په ذریعه یو شخص د خپل موقعیت په اته ۸ مترئ کی پیدا کیدلای شی.
که څوک خپل ګرځنده تیلیفون ګل(بند) کړی نو چه کوم څای کی ګل شوی وی په دستګاه کی همغه ځای د اخر ځل لپاره ثبت پاتی وی. د مثال په طور که د کابل د ارګ د دروازی تر مخ دی مبایل بند کړ نو دستګاه ته دا معلومه وی چه اخری ځای چه د ستا په اړه معلومات ثبت دی هغه د ارګ د دروازی مخه ده. کیدای شی ته همالته یی او کیدای شی له هغه ځایه تللی یی خو دستګاه د ستا اخری ځای ارګ پیژنی چه تر څو بل ځای کی خپل ګرځنده تیلیفون روښانه نه کړی.
۲ د ګرځنده تیلیفون د سیټ د لاری:
د ګرځنده تیلیفون د سیټ د لاری هم یو شخص پیدا کیدای او تعقیبیدای شی. او هغه داسی چه کله هم په ګرځنده تیلیفون سیټ کی سیم کارت واچوی نو چه کله خپل مبایل روشن کړی د سیم کارت د لاری د دغه سیټ نمبر چه هر یو سیټ ځانته یو خاص نمبر لری د دستګاه سره ثبتیږی.
د ګرځنده مبایل سیټ نمبر ته (ای ایم ایی ای) وایی. یعنی انترنشنل مبایل ایکوپمینت آډینټیټی او دا د ګرځنده مبایل د آلی یوازینی نمره ده چه په دی نمره بل سیټ وجود نه لری او دغه نمره د مبایل د تولیدونکی شرکت لخوا په مبایل کی پروګرام شوی وی او د محوه کیدو امکان نه لری.
دغه آی ایم ایی ای ۱۵ عدده وی او تاسی یی کولای شئ چه د خپل مبایل دغه نمره د بطري لاندی په مبایل کی په لیکلی بڼه ووینئ او یا د مبایل په شیشه کی درته ښکاره شی.
که غواړئ چه دغه نمره دخپل ګرځنده تیلیفون په خپل ګرځنده تیلیفون شیشه کی یی ووینئ نو لاندی حروف ولیکئ او د خپل ګرځنده تیلیفون دغه ای ایم ایی ای به درته ظاهره شی (ستوری هش صفر شپږ هش).
*#06#
دغه ای ایم ایی ای نمره د دستګاه په ایکویپمینټ ایډینټیټی ریجستر چه یو ډاټآبیس دی هلته ثبتیږی. یعنی دستګاه ته وایی چه دغه د ګرځنده تیلیفون سیم کارت په دغه د ګرځنده مبایل سیټ کی اچول شوی او په دغه ځای کی موقعیت لری.
اوس که یو شخص خپل سیم کارت وغورځوی او بل سیم کارت د ګرڅنده مبایل سیټ کی یی واچوی نو په دستګاه کی معلومیږی چه هماغه سړی دی صرف سیم کارت یی بدل کړی، ځکه دستګاه کی مخکی دغه سیټ یو ځل د پخوانی سیم کارت سره سبت شوی وی او سیستم دا معلومات ساتلی وی.
په اروپایی او نورو هیوادو کی که ځوک دګرځنده مبایل سیټ غلا کړی نو چه څنګه یی خپل سیم کارت پکی واچوه پولیس یی پیژنی ځکه د نوی سیم کارت سره د سیټ نمره دستګاه ته ځی او بیا پولیسو ته معلومیږی چه اوس دغه سیټ د چا سره دی.
که دغه موضوع نوره هم واضع کړم نو ویلای شم چه که څوک سل سیم کارته بدل را بدل کړی نو بیا به هم دستګاه د ټولو سیم کارتو ریکاډ د دغه ګرځنده مبایل سیټ سره یی ساتی.
خلاصه د پورتنی لیکلو دا ده چه سیم کارت د اچ ایل آر سره ثبتیږی او پری یو شخص معلومیدلای او تعقیبیدلای شی، او د ګرځنده مبایل سیټ د ایکویپمینت آیډینټیټی راجستر سره ثبتیږی او یو شخص پری معلومیدلای او تعقیبیدلای شی.
په تیلیفونی دستګاه کی د یوه کال لپاره د یو شخص خبری د ثبت په ډول ساتل کیږی مګر د ځینی هیوادونو د مبایل شرکتونه یی بیا په خاصو کیسټو کی د ثبت په طور د ابد لپاره ساتی.
پاتی دی نه وی چه کله ګرځنده مبایل سیټ ګل (بند) وی د موجوده ځای د پیدا کیدو یا تعقیبیدو امکان نه لری.
دا چه په زرګونو کتابونه د مخابراتو په علومو کی ددغه موضوعاتو په هکله ډک دی او ما دغه معلومات د تیرو څوارلسو کلونو کی د هیواد نه بهر د کاری تجربی پر اساس تر لاسه کړی نو له همدی وجی مشکله ده چه د ریفیرینس  یا مآخذ برخی ولیکم او په یاد می اوس هم نه دی