دجاپان د پلازمېنې ټوکيو د ګريجويټ سکول اوف ميډيسن پوهنتون يوه ساينس پوه چې شينچي کورياما نوميږي، دا خبره د ازموينوپه نتيجه کې جوته کړې چې په ورځ کې د يو څو پيالو شنو چايو څښل د زړه د ډېرو ناروغيو لپاره ګټوردي. نوموړي داخبره د هغه څيړنې پر بنسټ کړې چې دتېرو يوولس کالو راهيسې يې نږدې پر څلويښت زرو جاپانيانو تر سره کړې ده. د دغه څلويښت زره جاپانيانو عمر د څ� �ويښتو نه تر نهه اويا کالو پورې و.

د دغې څيړنې پر بنسټ ويل شوي ، هغه کسان چې په ورځ کې د پنځه يا د هغې نه ډېري پيالۍشين چای څښي ، د هغو خلکو په نسبت چې په ورځ کې يوه پياله شين چای څښي د زړه د ناروغۍ له امله يې د مرګ چانس ډېر کم دی.
جاپاني څ ېړونکې فکر کوي چې په شنو چايو کې د انتي-اوکسيدينت شتون د ناروغيوڅخه د زړه او رګونو د ساتنې سره مرسته کوي. ب� �سېره په دې ويل کيدل چې شنې چای د سرطان لپاره هم ګټور ې اغيزې لري خو د دغه څيړنې څيړونکي په دې هکله کومې نتيجې ته لا نه دي رسيدلي .
No comments:
Post a Comment